معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتيا کې د صنعت او سوداګرۍ رياست تېر کال څه د پاسه ۸ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

پکتيا کې د صنعت او سوداګرۍ رياست تېر کال څه د پاسه ۸ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتيا ولايت صنعت او سوداګرۍ رياست ويلي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې يې ۸ ميليونه او ۱۳۰ زره افغانۍ عوايد يې راټول کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ رییس ويلي، چې ياد شمېر عوايد د جوازونو وېش له درکه راټول شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د ياد رياست د مسوولينو په خبره سوداګرو او مراجعينو ته د جوازونو وېش په برخه کې د لا نورو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه به د واحد چتر لاندې د جوازونو د ورکړې مرکز چارې هم د روان کال په جريان کې پيل کړي.
د سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې دغه مرکزونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هدايت په زونونو کې جوړېږي، چې له مخې به د يو واحد مرکز له لوري د ټولو جوازونو ورکړو وزارتونو او اداراتو چارې به په کې ترسره کیږي.
دې وروستیو کلونو کې د سرپرست افغان حکومت د مسوولینو له لوري د عوایدو د راټولولو هڅه ګړندۍ شوي، چې په ترڅ کې یې په کم سارې بڼه عواید د دولت خزانې ته راټول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس