معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیا کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله پنځو تنو ته مرګ_ژوبله واوښته

پکتیا کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله پنځو تنو ته مرګ_ژوبله واوښته

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې تېره ورڅ د يوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او درې نور یې ټپيان دي.
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست هم دغه پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د څمکنيو ولسوالۍ د سليمانخېلو سيمې یوه کور کې رامنځته شوې ده.
په وژل شویو کې يوه ښځه او یوه ماشومه هم شامل دي.
افغانستان چې غېږ کې یې د څو لسیزو راهیسې د جګړې سنګر تود و، لا یې هم ډېری سیمو کې دغه ډول ناچاودي توکي شتون لري، چې له امله یې د ولسي وګړو ژوند ډېر کله له ګواښ سره مخ کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس