کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د یونپس او نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۴ لکه ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د ګردېز ښاروالۍ مسوولین زیاتوي، چې په دې پروژو کې د ښار دننه د پلې لارو، کانکریټي سړکونو، ویالو او استنادي دېوالونه جوړول شامل دي.
د مسوولینو په خبره دغو پروژو کې د سیمې ٨٠٠ کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د پکتیا ولایت اوسېدونکو د یادو پروژو د پیل هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې په ولسوالیو کې هم دې ته ورته اساسي پروژې پلې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/