معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پشپړې شوې

پکتیکا کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال او یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د مسوولینو په خبره د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام UNDP په مالي ملاتړ دا پروژې د خیرکوټ ولسوالۍ د سیکاني سیمې او د سرروضې ولسوالۍ د سره پانګه په سیمه کې بشپړې شوې.

د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایي، استنادي دیوال چې په خیرکوټ ولسوالۍ کې جوړ شوی، د ۵۰ جریبه ځمکې ساتنه د سېلاب له خطر څخه کوي او د سرروضې په سیمه کې جوړ شوی سربند د ۵۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس