کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي، د امنیې قوماندانۍ اړوند د تروریزم آمریت اړوند مسوولینو هغه مجسمه ترلاسه کړې، چې ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق شوې وه.
یاده مجسمه وړممۍ ولسوالۍ کې یوه تن تر خاورو لاندې موندلې او ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کړې وه،
چې له کشفي معلوماتو وروسته بیا ځل افغانستان ته پرې راوړل شوې او ترلاسه شوې ده.
د یادي مجسمې موندونکی په اعتراف کې زیاتوي، چې دغه مجسمه یې په ۷ نیم لکه پاکستانۍ کلدارو باندې پلورلې وه، چې اوس یې امنیتي مسوولینو ته سپارلې ده.
د اطلاعاتو له مخې دغه ترلاسه شوې مجسمه د بودا له دورې سره تړاو لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/