معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پیټر مایر له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې او امریکا پر نه تعامل نیوکه کړې

پیټر مایر له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې او امریکا پر نه تعامل نیوکه کړې

یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د رپوټونو له مخې، د امریکا د کانګرس یوه غړي پر نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول پر امریکا نیوکه کړې، چې ولې یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل نه دی کړی.
د کانګرس غړي پیټر مایر د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو وايي، حاکم نظام یو حکومت دی او په دغه هېواد کې بل حکومت نشته، نو امریکا ته په کار ده چې و یې مني.
هغه دغه راز ویلي، که چېرې د افغانستان سرپرست حکومت د بشري حقونو په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي او نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه ورکړي، د رسمیت پېژندو چاره به اسانه شي.
مایر ټینګار کړی، چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او د نجونو د زده کړو په تړاو پرمختګونو ته اړتیا ده.
نوموړي د امریکا او د افغانستان د اوسني حکومت تر منځ اړیکو ته په کتو ویلي، که د نظر بېلوالی رامنځته شي او د دواړو لورو قناعت ترلاسه نه شي؛ نو دغه چاره به بدې پایلې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت په وار وار د اسلامي اصولو مطابق ښځو ته د هغوی د حقونو ورکولو ته د ژمنتیا ادعا کوي، خو نړیوال په ځينو وزارتونو او ادارو کې پر دندو بوختې ښځې له کاره بې برخې کول او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته نه درناوی بولي، چې د دوی په وینا د رسمیت پېژندو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د یادولو وړ ده، چې د ا.ا حکومت استازي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو تکراري ژمنې کړي خو په دې برخه کې تر اوسه کوم مثبت ګام نه دی اخیستل شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس