کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پېښور ښار پولیس لاینز سیمه کې په یوه جومات کې دننه د شوي ځانمرګي برید له امله د لومړنیو راپورونو له مخې ۱۷ تنه وژل شوي او له ۹۰ تنو ډېر نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې دا چاودنه نن ماسپښین د لمانځه پر مهال د جومات دننه شوې ده.
روغتیايي مسوولین وايي، لا هم ټپيان روغتونونو ته وروړل کیږي چې د ځينو يې روغتیايي حالت نازک دی.
پاکستاني پولیسو ویلي، چې ویلي چې د جومات یوه برخه نړېدلې او ګومان کېږي چې یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د روغتونونو مسوولین وایي، د ډیرو ټپیانو وضعیت خراب دی او ښایي چې د مړیو په شمېر کې زیات والی راشي.
دې وروستیو کې د پاکستان اقتصادي او امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی شوی دی.
تر اوسه د برید منلو لپاره کومې ډلې سینه نه ده ډبولې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/