معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / ځیني افغان سفارتونو ته د نویو ډیپلوماټانو ورتګ د اړیکو یو نوی باب

ځیني افغان سفارتونو ته د نویو ډیپلوماټانو ورتګ د اړیکو یو نوی باب

پدې وروستیو کې په ایران، ترکیه کې او په نژدې راتلونکې کې شاید په روسیه او ځینو نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او ډیپلوماتیکې استازولي اوسني سرپرست افغان حکومت ته وسپارل شي.
دا دی، د دې اونۍ په جریان کې تر چین او پاکستان وروسته تازه ایران او ترکیې د اوسني افغان حکومت ډیپلوماټانو ته اجازه ورکړه چې په دغو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو چارې سمبال کړي.
یو شمېر داسې اطلاعات هم شته چې شاید نږدې راتلونکي کې د روسیې په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم ورته اقدام ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د امریکا او لویدیځ والو تر پوځي او سیاسي یرغل وړاندې، په افغانستان کې د اوسنۍ واکمنې ډلې حکومت یوازې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او پاکستان په رسمیت پېژندلی ؤ او ورسره ډیپلوماټیکې اړیکې یې درلودې.
پرته له شکه په ډیپلوماټیکه برخه کې دا د اوسني سرپرست افغان حکومت لپاره یوه بریا شمېرل کېږي او غوره ګام په دې دی ځکه کم تر کمه دا د په رسمیت پېژندنې له کړکۍ د رڼا څرک ښکاري.
دا هم جوته ده چې تر ډېره بریده د دوو افرادو، کورنیو او آن هېوادونو ترمنځ پراته مشکلات او ستونزې د اړیکو د پرېکون له لارې نه، بلکې د اړیکو د رغون او خبرو له لارې حلیږي.
طبیعي خبره ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نظامونه بدلیږي او دغه بدلون کله سیاسي وي او کله هم نظامي، خو د دغو بدلونونو تر رامنځته کېدو وروسته په کار ده چې د خپل حکومت د منظم والي او ښه والي په هکله د خپلو خلکو تر څنګ، نړیوالو ته هم قناعت ورکړل شي، هغوی ته دا ډاډ ورکړل شي چې په ملي کچه ولس په یوه خوله پرې راټول دی او په نړیواله کچه د سیمي او ګاونډ هېوادونو سره ښې او متقابله اړیکې غواړي.
دا هم ښکاره ده چې دغه ډاډ یوازې د خبرو له لارې نشي ترلاسه کېدای، بلکې په عملي برخه کې هم داسې یو څه کول او داسې ګامونه اخیستل په کار دي چې د نړیوالو سترګې ونیسي او هغوی له دغه نوي نظام سره د ښو اړیکو لپاره واداره کړي.
ځکه د نړیوالو هم اوس په دې خبره سر خلاص دی چې له نوي نظام سره بایکاټ او پرېکونه او یا یې له پامه غورځول د حل معقوله لاره نه ده. د افغانستان په څېر یو هېواد چې په وروستیو شلو کلونو کې یې تر ډېره بریده د نړیوالو پام خپل کړی ؤ، هېڅکله اوس د نړۍ له لیده پناه او چَپ نشي پاتې کېدای. د نړۍ اکثره هېوادونه اوس پوهېږي چې له نوي افغان حکومت سره خبرې او اړیکې پکار دي تر څو نوي واکمن هم ځان او نظام دواړه د نړیوالو نورمونو سره عیار کړي او نړیوال هم پدې باید پوه شي چې یو هېواد که هر څومره وړوکی او کوچنی هم وي، باید له پامه و نه غورځول شي او یوازې پرې نه ښودل شي. پدې کې هم د نړیوالو ګټې نغښتي او هم د افغانستان د حکومت، ځکه هغه وېره چې هغوی له دغه نوي نظام او هېواده لري د اړیکو، راشه_درشې او خبرو له لارې کمېدای شي، نه د زور آزمایۍ یا مقابلې له لارې.
همدارنګه پدې لړ کې افغان لوری او په تېره بیا واکمن هم باید له دې فرصت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او پدې توګه به یې له نړیوالو سره به یې د اړیکو یو نوی باب پرانیستی وي.
که چېرې افغان لوری د نجونو د تعلیم او د ښځینه وو د کار په ګډون پر یو شمېر هغو وړو مسایلو خپله غاړه نرمه کړي، چې د نړۍ ډېرو هېوادو د دوی د رسمیت پېژندنې لپاره شرط اېښی، لیرې نه ده چې دوهم پړاو به د اوسني نظام د په رسمیت پېژندلو مرحله وي.
په ملي کچه هم د افغانانو رضایت په دغه برخه کې اړین دی. جوته ده چې که هر څومره ولس په نظام راټول شي، هومره به نظام غښتلی، اوږد مهاله او بریالی وي.
لکه مخکې مو چې وویل نړیوالو ته دغه قناعت او ډاډ یوازې د خبرو له لارې نه شي ورکول کېدای، عملي برخه کې د هغوی سترګو ته خپلې ښې کړنې ور مخته کول او ښودل بېخي زیات مؤثریت لري.
دا هم جوته ده چې که یو حکومت څومره غښتلی او پیاوړی وي، خو چې د خپل ولس او ملت له ځان سره ونه لري، ورته سخته به وي چې په نړیواله کچه کومه خاصه بریا ترلاسه کړي.
اوس چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د هېوادونو له خوا د افغانستان د نوې واکمنۍ د په رسمیت پېژندنې هیلې پیدا شوې دي، باید افغان حکومت هم په سیاسي او ډیپلوماټیکه کچه ځینې هغه اصلاحات او سمونې ومني چې هم په ملي کچه د افغانستان د وګړو سره مطرح دي او هم یې په نړیواله کچه نور هېوادونه ترې غواړي.
ځکه نو داسې هیلې شته چې د راتلونکي لمریز کال له پیل سره به په هېواد کې د نجونو تعلیمي بهیر بیا پیل او ځینې هغه کړنې به هم ودرول شي چې په نړیواله کچه د نظام د بدنامۍ او کمزورتیا سبب ګرځي او حتماً به نور له نړیوالو سره د ښو او منظمو اړیکو لیدونکي اوسو.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس