کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان سوداګرو یو ځل بیا د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې د تورخم بندر تړل کېدو او د پاکستان له لوري د اضافي مالیاتو د لګېدو له امله شکایت کړی.
دوی ويلي، دمګړۍ پر تازه مېوو او سبزیجاتو بار څه باندې زر موټره له پاکستان سره په ګډو بندرونو کې بند پاتې دي.
ځینې نور سوداګر وایي، روان کال کې د دغو ستونزو له امله پاکستان ته د دوی صادر شویو توکو د لېږد لګښتونه هم نه دي پوره کړي.
بل لور د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې یې د سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزارت او خېبر پښتونخوا کې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړې دي.
تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پتله د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې تر ۶۰ سلنې کمښت راغلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/