معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین وایي، افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي

چین وایي، افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

د راپور پر بنسټ، یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست وزیر او یوشیایوینګ ترمنځ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دفاع سرپرست وزیر ویلي چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ټینګې شوي دي.

خبرپاڼې د چین استازي له خولې کاږلي چې هېواد یې له افغانانو سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس