دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړې، چین په افغانستان کې تخریبي پلان او یا له غرضه ډکه سیاسي برنامه مخکې وړل نه غواړي او نه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
ملا عبدالغني برادر دا خبرې د چین او سوېلي اسیا هېوادونو د صادراتو او وارداتو د شپږم نندراتون په پرانیسته کې د وینا پر مهال کړي.
هغه یاد نندراتون د انلاین وینا پر مهال وویل، چې متقابل تعامل د نړۍ اقتصاد ته ګټه رسوي او په خیره یې افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا د نښلولو لپاره د نقطې په توګه بشپړ چمتووالی لري.
هغه په دې اړه وویل، چې د افغانستان په پولو کې د سوداګرۍ او سیمه ییز ترانزېټ لپاره مناسبه فضا برابره او امکانات هم شتون لري.
نوموړي په افغانسان کې د امنیت ټینګښت او د جګړې پای ته رسېدل هغه موارد ښودلي چې له مخې یې اوس افغانستان د پانګونې، سیمه ییز اتصال او د هېوادونو تر منځ د همکارۍ لپاره چمتو شوی دی.
برادر زیاتوي چې د متقابل تعامل پر بنسټ د اړیکو او همکاریو پياوړتیا به د نړۍ د اقتصاد لپاره ګټوره وي.
د چین او سویلي اسیا هېوادونو په شپږم صادراتي او وارداتي نندارتون کې نهه افغاني شرکتونو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړې دي.