کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د دغې ټولنې عمومي رییس چین ته د سفر پر مهال د نړيوال فدراسيون د آسيا څانګې له مسوول الکساندر متيو سره ناسته کړې.
د خبر پر بنسټ په دې ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت په ښه والي، د اړمنو وګړو د ملاتړ او د ژمي لپاره د بېړنیو مرستو په برابرولو خبرې شوې.
متيو د سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه کړې او د دوامداره مرستو ژمنه یې کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/