معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډبیلو اف پي له افغانستان سره د سویلي کوریا د ۴ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی وکړ

ډبیلو اف پي له افغانستان سره د سویلي کوریا د ۴ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د سویلي کوریا د ۴ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی وکړ.

د خبر پر بنسټ، د خوړو نړیوال پروګرام د آسیا پاسفیک څانګې ویلي، چې دا پیسې به د افغانستان په هغو سیمو کې د بې وزلۍ په مخنیوي کې ولګول شي، چې د خوړو له سخت بحران سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د معلوماتو له مخې افغانستان کې له ۲۳ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، چې په همدې اساس دې وروستیو کې د بشري مرستو اړتیا هم ډېره شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس