معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ډیویډ یانګ د اشرف غني هغه ادعا بې باوره وبلله چې ګواکې شخصي میلیونونه نغد ډالر یې په ارگ کې ساتلي وو

ډیویډ یانګ د اشرف غني هغه ادعا بې باوره وبلله چې ګواکې شخصي میلیونونه نغد ډالر یې په ارگ کې ساتلي وو

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۲۰مه او د اګسټ میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د سیګار مشر د اشرف غني هغه ادعا دروغ بللې چې ګواکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې میلیونونه شخصي نغدي ډالر ساتلي وو.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیگار ځانگړی پلټونکی «ډیویډ یانگ» وایي د اشرف غني هغه ادعا چې خپل شخصي میلیونونه نغد ډالر یې په ارگ کې ساتلي وو د باور وړ نه ده.
ډیوید یانگ وایي اشرف غني د خپلي وکیلې له لارې سیگار ته ویلي چې ۵ میلیونو نغدو ډالرو ته یې ضرورت و څو په لوگر کې پرې کتابتون جوړ کړي خو د یانگ په وینا دا لا سوال پیدا کوي چې ولې به اشرف غني په لوگر کې د کتابتون جوړولو لپاره میلیونونه ډالر په ارگ کې په نغد ډول ساتل؟
یانگ وایي د کابل د سقوط په سهار د متحده عربي اماراتو یو چارواکي له غني او محب سره وکتل او وروسته تر هغه یو افغان چارواکي ته امر وشو چې ځینې کڅوړې د متحده عربي اماراتو سفارت ته ولېږدوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس