کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر کندهار ته د سفر په ترڅ کې د احمد شاه بابا د کور له رغنيزو چارو ليدنه کړې.
اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي، چې سرپرست وزیر د یادې لیدنې پرمهال د تاريخي ابداتو او کلتوري ميراثونو په ساتنه او رغونه ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تاريخي ابدات او کلتوري ميراثونه د ملتونو هويت څرګندوي او ساتنه يې د ټول ملت ګډه دنده ده.
د یاد وزارت په وینا، د احمد شاه بابا د کور رغنيزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې په چټکۍ روانې دي، چې ډېر ژر به بشپړې شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/