معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ژمی او بيوزلي؛ د سوداګرۍ وزارت وايي ۴۰۰ زره ټنه ډبرو سکاره په تخفیف ورکوي

ژمی او بيوزلي؛ د سوداګرۍ وزارت وايي ۴۰۰ زره ټنه ډبرو سکاره په تخفیف ورکوي

د لړم ۹مه او د نوامبر لومړۍ
کابل/ګهیځ:
د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د ژمي په رارسېدو سره به د کابل ښاریانو ته ۴۰۰ زره ټنه سکاره په تخفیف ورکړي.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د تېلو د بیو د کنټرول کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ به یو ټن سکاره په ۹ زره افغانیو پر خلکو پلورل کېږي.
جواد زیاته کړه چې یو میلیون ټنه ډیزل او پټرول، ۵۰۰ زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه اوړه او غنم به، چې له روسیې څخه پیرل شوي، د روانې لړم میاشتې تر پایه افغانستان ته ورسېږي.
تر دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو سږني ژمي کې د بشري ناورین د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس