معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برښنا ستونزه؛ برښنا شرکت وايي دا پرچاوي د لنډ مهال لپاره ده

کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برښنا ستونزه؛ برښنا شرکت وايي دا پرچاوي د لنډ مهال لپاره ده

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان د برښنا شرکت وايي، د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د راپېښې شوې ستونزې له کبله به په کابل او ځینې نورو ولایتونو کې د لنډو ورځو لپاره پرچاوي وي.
د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي په یوه پیغام کې ویلي، چې د ازبکستان لخوا رسېدلي پیغام کې ورته ویل شوي چې برښنا یوه سرکټ د تخنیکي ستونزې له کبله غیر فعاله دی، چې دوه ورځې به د پېرودونکو هېوادونو برښنا له پرچاوۍ سره مخ وي.
میوندي څرګنده کړې، چې د ستونزې د هواري په موخه یې د ترکمنستان د وارداتي برښنا یو سرکټ له کابل سره نښلولی دی.
د افغانستان ډېره برښنا له ګاونډایو هېوادونو د قراردادونو پر بنسټ را واردېږي، چې وخت ناوخته هلته د ستونزې له پېښېدو دلته هم د برښنا پرچاوي را منځ ته کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس