-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي کابل ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژي وزارت مسوولینو ویلي، چې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه به بېلابېلو سیمو کې جذبي څاه ګانې وکیندل شي.
د راپور پر بنسټ، د اوبو او انرژۍ وزارت زیاته کړې، چې دغه څاه ګانې به د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې او د کابل سیندیزې عمومي حوزې په مرسته وکیندل شي.
د دغه وزارت مسوولینو همدا راز زیاته کړې، چې په همدې موخه د نوموړو حوزو تخنیکي ټیمونو د پغمان ولسوالۍ له یو شمېر سیمو لیدنه کړې او ۱۵۰ سیمې یې تثبیت کړې دي.
په دې وروستیو کې د ځمکې لاندې د اوبوې سطحې په ټیټېدو سره په کابل او ځینو ولایتونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/