معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل ښاروالۍ د نوي کال په رارسېدو سره د نيالګيو کېنول پيل کړل

کابل ښاروالۍ د نوي کال په رارسېدو سره د نيالګيو کېنول پيل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نیالګيو کېنولو پړاو نن د کابل ښاروالۍ له لوري په یاد ښار کې پیل شو، چې تر راتلونکو څو ورځو به دوام وکړي.
د کابل ښاروال عبدالرشید بلوچ، چې ډېر شمېر کابل ښاريانو يې ملتيا کوله، نن د کابل ښار په وزیر اکبرخان تپه باندې په خپل لاس د نيالګي په کېنولو سره دغه لړۍ پيل کړه.
کابل ښاروالي وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې به شپږ لکه نیالګي د کابل ښار د ښکلا او غوره چاپېریال د رامنځته کولو په موخه بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.
کابل ښاروالۍ له ښاريانو هم غوښتي چې د نيالګيو په ساتنه او اوبه ورکولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
تر دې وړاندې هر کال دغه ډول نیالګي کېنول شوي، خو وروسته بیا ګڼ شمېر یې د نه پاملرنې له امله بېرته وچ شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس