کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون پرانیستل شو.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان دمګړۍ ماهرو او متخصصينو کسانو ته سخته اړتيا لري او د مسلکي کسانو شتون ټولنه د ځان بسياينې پر لور بيايي.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې کاري فرصتونه ډېر زيات دي، خو د مسلکي او ماهرو کسانو د نه شتون له امله له دغو فرصتونو څخه د پام وړ ګټه نشي اخيستل کېدای.
د نوموړي په وینا همدا اوس يوازې په مس عينک کان کې ۱۸ زره مسلکي کارګرو ته اړتيا ده، خو په دې برخه کې مسلکي او ماهر کارګر شتون نه لري.
په ورته مهال ریيس الوزرا یادو مراسمو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې نوښتګرو افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره او په لوړه کچه به وهڅول شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/