معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د امیري کمپلکس روغتون د مشر د تښتول کېدو راپورونه ورکړل شوي

کابل کې د امیري کمپلکس روغتون د مشر د تښتول کېدو راپورونه ورکړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
یو شمېر سرچينو ویلي، چې ناپېژاندو وسلوالو تېره ورځ د کابل اميري کمپلکس روغتون رييس حاجي نجيب الله اميري تښتولى دى.
دغو سرچینو ویلي، اميري د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره له خپل کوره وتلى و، چې قمبر څلور لارې کې ورته څلور تنه وسلوال ووتل او نوموړی یې وتښتو.
رسمي سرچینو تر دا دمه د نوموړي د تښتول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې یو شمېر کسان چې د پیسو لپاره تښتول شوي و، ځینې یې د حکومت تر هڅو وروسته د دوی له لوري د تښتوونکو تر نیول کېدو وروسته آزاد کړی شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس