کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
کابل کې د ایران سفارت د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د سرپرست افغان حکومت یو شمېر چارواکو او د ایران سوداګریز پلاوي یوې ډلې د کابل ښار په پروان دو سیمه کې د ایران یو ستر سوداګریز مرکز او دایمي نندارتون پرانېست.
دوی زیاته کړې، چې د دغه مرکز د پرانیستلو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د بنسټیزو ګامونو اخیستل دي.
ایران لومړنی هېواد و چې دې وروستیو کې یې تر نورو هېوادونو وړاندې د سرپرست افغان حکومت نويو ډیپلوماټانو او نوماند سفیر ته د ایران په تهران کې افغان سفارت وروسپاره.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/