معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د ترافيکي څراغونو د فعالولو چارې پیل شوې

کابل کې د ترافيکي څراغونو د فعالولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترافیکو د عمومي ریاست له لوري د پلازمینې کابل ښار په ۱۰ څلور لارو کې د ترافيکي څراغونو د نصب او فعالولو لړۍ پیل شوه.
د راپور پر بنسټ، په همدې موخه د ارزان قیمت په لومړۍ څلور لارې کې نوي ترافيکي څراغونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فعال شول.
د کورنیو چارو وزارت ریيس ارکان ویلي، چې په روان کال کې د کابل په ګډون د هېواد د لویو ښارونو په ۵۶ څلور لارو کې د ترافیکي څراغونو نصبول په پام کې وو، چې له هغې جملې څخه ۱۰ يې په کابل ښار کې دي.
د نوموړي په خبره د یوې میاشتې په ترڅ کې به یادې چارې بشپړې شي.
دمګړۍ د کابل ښار په ۱۵څلور لارو کې ترافيکي څراغونه فعال دي او د یوې میاشتې په موده کې به په ۱۰ څلور لارو کې د ترافيکي څراغونو د نصبولو ترڅنګ د ۲۶ هغو څلورو لارو ترافيکي څراغونه هم فعال شي، چې له کاره لوېدلي دي.
د مسوولینو په وینا د یادو څراغونو پر فعالولو ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او دغه لړۍ به تر پلازمېنې کابل وروسته د هېواد لویو ښارونو ته هم وغځوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس