کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د پلازمینې کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه وعروس د برېښنا بند د توربینونو د نصیب لړۍ پیل شوه.
دخبر پر بنسټ مسوولینو ویلي، چې د دغې برېښنا بند د چارو په بشپړېدو سره به د ۲۷۰۰ هیکټاره ځمکه خړوبه شي او د دې ترڅنک به یو اعشاریه دوه میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.
د یاد وزارت مسؤولینو ویلي، چې د دې بند د جوړېدو چارې به د راتلونکي کال په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د برېښنا دغه بند د جوړېدو خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په خبره د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د نغلو په اړوند سیمه کې هم د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدي پروژې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/