کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نومبر له اتلسمې تر ۲۴مې د مېکروب ضد مقاومت په تړاو د عامه پوهاوي له نړیوالې ورځې سره برابره وه، چې د دغې اونۍ په وروستۍ ورځ عامې روغتیا وزارت هم دغه ورځ ونمانځله.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رييس په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، له درملو او په ځانګړې توګه له انټي بیوټیکونو ناسمه ګټنه د انسانانو په بدن کې د مکروب د مقاومت لامل کیږي.
د نوموړي په وینا، هېواد کې د تشخیصیه وسایلو د کمښت له امله ډېری ناروغان له حده ډېر له انټي بیوټیکونو استفاده کوي. د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو ريیس هم په دې مراسمو کې ویلي، چې تر اوسه له انټي بیوټیکونو د ګټنې څرنګوالي ته چندانې پام نه دی شوی او په وینا یې نړیوال بنسټونه باید له عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ په دې برخه کې ځينې پروتوکولونه رامنځته کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/