معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د پاسپورټ ریاست ۳ نويو څانګو انلاین نوم‌لیکنه پیل کړه

کابل کې د پاسپورټ ریاست ۳ نويو څانګو انلاین نوم‌لیکنه پیل کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دې ریاست په کابل کې د درې نويو څانګو نوم‌ ليکنه د انلاين سيستم له لارې پيل کړه.

د یاد دفتر د څرګندونو له مخې، ټول هېوادوال کولی شي، چې اوس‌ مهال په کابل کې د درې نویو څانګو لپاره انلاین نوملیکنه وکړي او خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي.

پاسپورټ ریاست ویلي، د نوم‌ لیکنې له بشپړولو سره هم‌ مهاله به ټولو غوښتونکو ته د مراجعې تاریخ د سیسټم له لارې مشخص شي او ټول غوښتونکي باید د افغانستان بانک کې د تعرفې له تحویلولو وروسته په خپل مشخص شوي تاریخ اړوندې څانګې ته مراجعه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس