کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې ټاکل شوې د روانې تلې میاشتې له ۲۵مې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۸مې د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شي.
د یاد وزارت په وینا، دغه نندارتون کې به د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کېفیت لرونکي توکي، کرنیز او د مالدارۍ پروسېس شوي توکي، کرنیز ماشینونه، لاسي صنایع، وطني غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبو لګولو تجهیزات او یو شمېر نور توکي نندارې ته وړاندې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/