معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار پیل شو

کابل کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار پیل شو.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د دې پروژې د پرانیستي مراسمو کې ویلي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته یو ګام نور هم نږدې شي.

نوموړي ویلي، سرپرست حکومت ټولو په ځانکړې ډول برېښنا سکټور برخه کې د پانګونې هرکلی کوي.

دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي، د سرپرست حکومت بیا واکمنېدو سره د برېښنا په برخه کې نیمګړې پاتې پروژې هم پیل شي.

د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا دغه پروژه د کابل سروبې ولسوالۍ کې د ۱۸.۲ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوه، چې تر راتلونکي یوه کال پورې به یې د رغولو چارې پشپړې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس