معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د ۴۸ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کیږي

کابل کې د ۴۸ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د هېواد دوو روغتونونو ته ۴۸ تنه هغه ماشومان ورپېژندلي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي.
د مسوولینو په خبره د دغه شمېر ماشومانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت افغاني سرې میاشتې ټولنه ورکوي.
دوی زیاتوي چې اوس مهال شاوخوا ۱۲ زره نور ماشومان چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي، له دوی سره ثبت او عملیاتو ته انتظار کوي.
دغه ټولنه زیاتوي، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې ۱۷۷۱ دغه ډول ناروغان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي، چې له ډلې یې ۱۵۰۰ روغ شوي او پاتې نور یې لا هم تر درملنې لاندې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس