معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې له ۵۵ زرو جریبو زیاته غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې

کابل کې له ۵۵ زرو جریبو زیاته غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په کابل کې له ۵۵زره جریبو زیاته غصب شوې ځمکه بېرته تر لاسه کړې ده.

د مسوولینو په خبره د دغو ځمکو ډېره برخه د کابل ښار په ملاتره خېل ښارګوټي، نادرخان غونډۍ او ده کیپک تپه کې وه.

د خبرپاڼې له مخې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په کابل کې د ښارګوټو د ارزولو په حال کې دی او غصب شوې ځمکې تر پېژندلو وروسته بېرته راګرځوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د میرویس، سید جمال الدین او ځاځي ښارګوټو د هستوګنې ځمکې تثبیت شوې او مالکان یې کولای شي، د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس