معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره ۵ زره بستریز مرکز پرانستل شو

کابل کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره ۵ زره بستریز مرکز پرانستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې نشه يي توکي او اداري فساد د تېرو کلونو ميراث دی، چې اوسني حکومت یې د له منځه وړلو په موخه جدي هلې_ځلې کړې دي.
بل لور ته د رییس الوزرا اداري مرستیال هم دغه غونډې ته په خبرو کې ویلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست افغان حکومت لاسنيوی د نړۍ په ځانګړي ډول د ګاونډيو او اسلامي هېوادونو اخلاقي مسووليت دی.
هېره دې نه وي چې تېره ورځ د اوسني حکومت مشرتابه ویلي و، چې د د افغانستان د یو کان عواید دې د معتادینو پر درملنې ولګول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس