معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کابل کې په نشه روږدو کسانو د درملنې ۵ زره بستریز مرکز چارې په بشپړېدو دي

کابل کې په نشه روږدو کسانو د درملنې ۵ زره بستریز مرکز چارې په بشپړېدو دي

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرنیزو چارو مرستیال مهاجر فراهي ویلي، د روږدو کسانو د درملنې په موخه د جوړېدونکي روغتون چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي.
هغه خبر ورکړی، چې تر یوې میاشتې دننه به په کې د رږدو کسانو ځای پر ځای کول او درملنه پیل شي.
د هغه په خبره په دې مرکز کې به د ناروغانو لپاره د درملنې ترڅنګ د بېلابېلو مهارتونو د روزنې امکانات برابر شي او هم به ورته دیني او عقیدوي زده کړې ورکړل شي.
د احصایوي معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې د په نشه د روږدو کسانو شمېر شاوخوا درې میلیونه کسانو ته رسېږي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس