کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د لومړي ځل لپاره په کور دننه د تولید شویو درملو او روغتیایي توکو نندارتون جوړ شو.
د خبر په اساس دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.
د یاد نندارتون په پرانیست غونډه کې د درملو د تولیدوونکو شرکتونو مسوولینو هېواد ته په قاچاقي توګه د درملو د راوړلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د درملو د تولیدوونکو شرکتونو د ټولنې استازو وویل، چې اوسمهال هېواد کې د درملو د تولید په برخه کې ۳۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې، چې ۸۱۰ قلمه درمل په کور د ننه تولیدیږي.
د درملو د تولیدوونکو شرکتونو استازی وایي، اوسمهال د درملو د تولید په فابریکو کې پنځه زره تنه په کار بوخت دي او افغانستان د ۱۵ قلمه درملو په برخه کې هم د کمیت او هم د کېفیت له پلوه په ځان بسیا دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/