معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د حرفوي زده کړو او پروګرامونو پرمټ به هېواد کې بې وزلي مهار شي

کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د حرفوي زده کړو او پروګرامونو پرمټ به هېواد کې بې وزلي مهار شي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د دغه وزارت مرستیال د افغان کوریا له تعلیمي او مسلکي مرکز څخه د ۴ سوه تنو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې ويلي، چې هېواد کې د بېکارۍ د له منځه وړلو او له بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره د حرفوي زده کړو او پروګرامونو پراختیا ته اړتیا ده.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ به وکولای شي، هېواد کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره او پراخه کړي.
په دې مراسمو کې یو شمېر ګډونوالو وویل، دوی چمتو دي چې په هېواد کې د مسلکي زده کړو د پراختیا او د مهارتونو د لوړولو په برخه کې د افغان کوریا له انسټېټیوت سره همکاري وکړي.
د افغان کوريا د تعليمي مرکز مسوولينو هم ټينګار وکړ چې د مسلکي زده کړو له پراختيا پرته د هېواد اقتصادي پرمختګ ناشونى دى.
دغه څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې هېواد کې په شدت سره د بې وزلۍ ډېرښت خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس