معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کانونو او پټرولیم وزارت څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

کانونو او پټرولیم وزارت څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان  لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو په اړه د تشرېح پروګرام کې ویلي، چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په لومړیو ۵ میاشتو کې یې څه باندې څلور میلیارده ۴۰۹ میلیونه ۵۲۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د چارواکو په خبره یاد وزارت په ۱۴۰۲ مالي کال کې، ۱۰ میلیارده ۴۷۹ میلیونه ۹۲۹ زره افغانۍ عواید را ټول کړي و.

د دوی په خبره روان د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د بېلابېلو منرالونو ۶۴۷ کاني ظواهر او ساحې سروې شوي، چې په فعالېدو سره به یې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته او د سرپرست حکومت په عوایدو کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس