کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت د آزادې داوطلبۍ له لارې د پروسېس په موخه د آمو سیند نفتي حوزې د ۶۰ زره ټنه نفتو د پلور خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ، دغه اندازه تېل چې ټولیز ارزښت یې ۲۵.۵ میلیونه ډالره کیږي، د پروسېس په موخه یوه کورني شرکت باندې پلورل شوي دي.
دا مهال د هېواد په آمو نفتي حوزه کې د نفتو د استخراج ۱۸ کړۍ څاګانو څخه په ورځ کې ۱۱ سوه ټنه نفت استخراجیږي.
د یادونې وړ ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت دوه ورځې وړاندې په دې حوزه کې د ۲۴کړۍ نویو څاګانو د کېندلو خبر هم ورکړ، چې په دې سره هېواد کې د نفتو ورځنی استخراج ۲زره ټنو ته ورسېد.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/