معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کاپیسا کې یو تن د نږدې دوه میلیونه افغانیو په شخصي لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

کاپیسا کې یو تن د نږدې دوه میلیونه افغانیو په شخصي لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کاپيسا د پوهنې ریاست مسوولینو ويلي، چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یو کس په شخصي لګښت یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، د دغه ښوونځي په جوړولو یو میلیون ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

د کاپیسا د پوهنې رییس زیاته کړې، دغه ښوونځی په پاخه او اساسي ډول رغول شوی، چې پنځه درسي خونې، یوه اداري خونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

د ده په خبره، د خالد بن ولید په نوم یاد ښوونځی په یوه وخت کې د ۲۵۰ زده کوونکو ظرفیت لري، چې د هارون نظري په نوم د یوه افغان له خوا چې په بهر کې اوسیږي، د جوړولو چارې یې ترسره شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس