معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرنې وزارت روان کال د زعفرانو حاصلات له ۲۳ ټنو زیات اټکل کړی

کرنې وزارت روان کال د زعفرانو حاصلات له ۲۳ ټنو زیات اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د هېواد په نږدې ۲۰ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت بهیر روان دی او ورځ تر بلې د هېواد په کچه د زعفرانو د کښت لړۍ نوره هم د پراختیا په حال کې ده.
د دې وزارت د مسؤولینو په وینا په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د زعفرانو د بزګرو د روزنې تر څنګ یې ۲۰۰ نمایشي قطعې هم درلودې.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤولین وایي، چې په روان کال کې به د زعفرانو د محصولاتو د تولید کچه ۲۳ میټریک ټنو څخه زیاته شي.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤولین وايي، چې هېواد کې يې د تولید شویو زعفرانو لپاره د بازار موندنې هڅې پراخې کړې او د دې وزارت اقتصادي اتشو ته یې دنده سپارلې، چې د زعفرانو لپاره د بازار موندنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس