معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرنې وزارت هېواد کې د بهرنیو مېوو د کرنې په اړه څېړنې پيل کړي

کرنې وزارت هېواد کې د بهرنیو مېوو د کرنې په اړه څېړنې پيل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو مېوو د کرنې په برخه کې خپلې څېړنې پیل کړې دي.
د دغه وزارت د ویاند په وینا د کېلې او ام په څېر مېوې کېدای شي، د هېواد په ختیځو او سویلي ولایتونو کې ښه حاصلات ورکړي.
د هېواد په سویل کې یو شمېر بڼوال د کرنې او اوبو لګونې وزارت دغه هڅې ستایي.
د کرنیزو چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، چې د هوا حالاتو ته په کتو د هېواد د بېلابېلو سیمو ځمکې د ګڼو مېوو د کرکېلې لپاره مناسبې دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت زیاتوي، د دغه وزارت چارواکو په افغانستان کې د بهرنیو مېوو د کرکیلې د دودولو ترڅنګ، د بهرنیو هېوادونو د سبزیجاتو، حبوباتو او غلې په تړاو چې په افغانستان کې نه پيدا کېږي، هم څېړنې پيل کړې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس