معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرېکټ؛ افغانستان د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د سیده تلو لار پیدا کړه

کرېکټ؛ افغانستان د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د سیده تلو لار پیدا کړه

دوشنبه، د لړم ۱۶مه
کابل/ګهیځ: افغانستان که څه هم په سږني نړیوال جام کې لکه څنګه چې ترې تمه کېده ونه لوبېد خو په نړیوال جدول کې د ښو نمرو او لسم مقام په اخیستو یې وکولی شو چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته راساً ووځي.
د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ نړیوال جام به د امریکا او وېسټ انډیز په ګډ کوربه ‌توب ترسره شي.
مخکې اندېښنې وې چې د اسټرالیا په کوربه‌ توب په اوسني نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان ماتو او لغوه شویو لوبو ته په کتو ښايي افغانستان راتلونکی نړیوال جام د غوراوي سخت پړاو ته اړ وي.
اوس د کرېکټ د نړیوالې شورا د تازه رده بندۍ پر بنسټ د روان نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو سربېره چې په ‌کې هند، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلند، انګلستان، هالند، سرېلانکا او سوېلي افریقا شامل دي نهم او لسم ټیم هم راتلونکي نړیوال جام ته لار پيدا کوي.
نهمه لوبډله د بنګله ‌دېش او لسمه بیا د افغان کرېکټ ملي لوبډله ده.
د کرېکټ کارپوه او مبصر قسیم هلال د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام د شاملو ټیمونو په اړه رسنیو ته ویلي: “د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اته غوره لوبډلې راساً وتلي. په دې سربېره افغانستان او بنګله‌دېش هم چې نهم او لسم ټیمونه دي او ښه رنکینګ لري انتخاب شوي. په دې سربېره به دوه لوبډلې له افریقا، دوه له اسیا، دوه له اروپا، یوه له ختیځې اسیا او یوه له امریکا راځي. مجموعي شل لوبډلې کېږي. دا لوبې به ځکه ښې او خوندورې وي چې نوي ټيمونه به هم نړیوال جام کې وي او جالبې لوبې به وي.”
د یادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل، په روان شل اوریز نړیوال جام کې د لوبو له پای ته رسېدو وروسته استعفا ورکړه، د نبي په لوبډلمشرۍ کې نجیب ځدراڼ نایب کپټان و.
تر اوسه معلومه نه ده، چې له دې وروسته به د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره کوم لوبعاړی د کپټان یا لوبډلمشر په توګه وټاکل شي.
که څه هم محمد نبي د خپل استعفا لامل څرګند کړی خو د کرېکټ لوبې څارونکي او پوه جاوید احمد کاکړ په آند ښايي د پردې تر شا نور دلایل هم وي، د ده په باور د اختلاف یو مهم ټکی دا کیدای شی چې محمد نبي د نړیوال جام په لوبډله کې «ډېر هغه نوي ځوانان نه غوښتل چې لا لویو سیالیو کې لوبېدلي نه وو او دا نړیوال جام یې داډول اولې سیالۍ وې».
محمد نبي په داسې حال کې له لوبډلمشرۍ استعفا کوي چې افغانستان په دې روان نړیوال جام کې هېڅ لوبه ونه ګټله.
افغان لوبډلې په دغه جام کې پنځه لوبې درلودې چې دوې یې د باران له کبله مساوي پای ته ورسېدې او په درېیو نورو کې یې له انګلنډ، سریلانکا او اسټرلیا څخه ماتې وخوړلې.
د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله نن بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس