معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندز کې اووه تنه د غلا او نشه یي توکو د پلورپه تور بالفعل نیول شوي

کندز کې اووه تنه د غلا او نشه یي توکو د پلورپه تور بالفعل نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه شپږ تنه چې د کندز ښار د مختلفو سیمو اوسېدونکې دي، غوښتل یې د یو کور څخه لوازم غلا کړي، چې د امنیتي سرتېرو له لوري بالفعل ونیول شول.
خبرپاڼې همدا راز زیاته کړې، چې د یادې حوزې امنیتي سرتېرو یو تن د کندز ښار اوسېدونکی له یو اندازه پوډرو سره یوځای نیولی دی.
خبرپاڼې وړاندې ویلي، چې نیول شوي کسان به د ابتدایي څېړنو تر بشپړیدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
دې وروستیو کې د بې روزګارۍ او فقر له امله د غلا او نشه یي توکو د کارولو او کاروبار پېښې ډېرې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس