معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندز کې د شمال ختیځ زون په کچه ستر لابراتوار جوړیږي

کندز کې د شمال ختیځ زون په کچه ستر لابراتوار جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۳۰  نېټه):

د راپورونو له مخې په کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون په کچه د ۱.۳ میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر لابراتوار د جوړولو چارې پیل شوې.

د راپور پر بنسټ، د یاد ولایت د عامې روغتيا ریاست مسوولینو ویلي، چې د شمال ختیځ زون په کچه دغه مجهز لابراتوار د UNDP دفتر په مالي لګښت جوړیږي، چې د جوړېدو چارې یې پیل شوې او د دریو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کندز د عامې روغتيا رییس دغه لابراتوار د کندز حوزوي روغتون لپاره ډېر اړین یاد کړ او له اړونده موسسو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د روغتیا په برخه کې دې له دوی سره همکاري زیاته کړي.

په ورته مهال د یاد ولایت ځایي چارواکو هم له نورو روغتیايي همکارو موسسو څخه غوښتنه کړې، چې له دوی سره همکاري وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس