معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندز؛ د جګړو له امله د زرګونه کورنیو ویجاړ شوي هستوګنځي بیا رغول کېږي

کندز؛ د جګړو له امله د زرګونه کورنیو ویجاړ شوي هستوګنځي بیا رغول کېږي

پنجشنبه، د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: د کندز ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولايت په ۵ ولسوالیو کې د بې ځایو شویو کورنیو څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ ویجاړ شوي استوګنځي بیا روغول کېږي.
باختر دولتي اژانس د یاد ولایت د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس مولوي عبدالولي محمدي له قوله ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د جګړې پر مهال د ويجاړو شويو کورونو د بيارغونې چارې پیل کړي دي.
هغه زياته کړې، چې اوسمهال د کندز په ۵ ولسواليو کې ويجاړ شوي کورونه د ملي او نړيوالو مرستندویو موسسو په همکارۍ د بيارغونې په حال کې دي.
کندز یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تېرې کورنۍ جګړې پر مهال تر ټولو ډېر ځپل شوی ولایت دی. د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پر مهال درې ځل د طالبانو په لاس سقوط شو، چې د همدې کش و ګیر له امله د دغه ولایت اوسېدونکو درانه مالي او ځاني زیانونه ګاللي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس