معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندز؛ سپین زر دولتي شرکت بیا فعالیت پیل کړ

کندز؛ سپین زر دولتي شرکت بیا فعالیت پیل کړ

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د کندز ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د سپین زر دولتي شرکت د فعالیت د بیا پیلېدو خبر ورکوي.
د راپورونو له مخې په سپین زر شرکت کې د غوړو او د کاغذو تولید پیل شوی او په نږدې راتلونکې کې به یې تولیدات بازار ته وړاندې شي.
د سپین زر دولتي شرکت چې یو وخت په زرګونو کسانو په کې کار کاوه، د تېر جمهوري نظام په شل کلنه موده کې یې د بیرته فعاله کولو هڅو کومه پایله ور نه کړه.
د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې پر مهال د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل یې لوټ او کارکوونکي یې بېکاره شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس