معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د بي بي ګوهر سربو او جستو کان د استخراج چارې پیل شوې

کندهار کې د بي بي ګوهر سربو او جستو کان د استخراج چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کي د بي بي ګوهر په نوم د سربو او جستو کان د بلال بصیر په نوم یو خصوصي شرکت ته وسپارل شو.
د کانونو او پترولیم رییس مولوي عبدالحنان ویلي، چې یاد کان د سرپرست افغان حکومت د امیر په امر او د کانونو او پټرولیم وزارت د لارښوونې په اساس یاد شرکت ته د استخراج په هدف وسپارل شو.
د کندهار د کانونو او پترولیم رییس زیاته کړې، چې په خاکریز ولسوالۍ کي د سربو او جستو د کان په بدل کي به بلال بصیر شرکت د روزګان د دهراود ولسوالۍ او کندهار خاکریز ولسوالۍ تر منځ ۱۷۰ کیلو متره غځېدلی سړک په اساسي ډول جوړوي، چې شاوخوا ۵۰ میلیونه امریکایي ډالر لګښت ورباندي راځي.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د سربو او جستو كان د استخراج چارې پیل شوي.
د کندهار د کانونو ریس عبدالحنان حامد د دغه كان د استخراج د پيل پر مهال وویل د دغه کان په بدل کې به قراردادی شرکت له کندهار څخه د اروزگان تر دهراوود ولسوالۍ سړک او بیا له دهراوود تر چهارچینو پورې ۲۵۰ کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړوي.
هېره دې نۀ وي چې په دغه کان کې له ۱۵ تر ۱۷ سلنې پورې ونډه هم سرپرست افغان حکومت ته وركول كيږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس