معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخنیوی شوی

کندهار کې د تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخنیوی شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ګمرک مسوولینو د يوه اندازه تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخه نیولې.

د خبر پر بنسټ د کندهار ګمرک اړوند د سپین بولدک سرحدي ګمرک مسلکي کارکوونکو د يو لړ پلټنو په پایله کې د ۱۰ کيلو تاريخي اوراقو او ۵۲ کيلو قيمتي خاورې چې په يوه صادراتي محموله کي په مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، کشف او ونیول.

د مسوولینو په وینا د تاريخي او قيمتي توکو قاچاق او له هېواده یې په خپلسري وېستل جرم دی، چې عاملين به يې د کشفي او امنيتي ارګانونو لخوا محاکمو ته معرفي کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس