معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د راکټ مرمۍ د چاودېدو له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان دي

کندهار کې د راکټ مرمۍ د چاودېدو له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې تېره ورځ هغه مهال د راکټ مرمۍ د یوې کورنۍ پر څلورو ماشومانو چاودېدلی دی چې دغو ماشومانو ورسره لوبې کولې.
د ارغنداب ولسوالۍ د عامه اړيکو مسوول سيد زبير خالد هم تایید کړې چې تېره ورځ د لاهور ویالې په سيمه کې د يوې کورنۍ څلورو ماشومانو د راکټ له مرمۍ سره لوبې کولې چې پرې چاودېدلې.
په دغه پېښه کې یو ماشوم وژل وی او درې نور ټپیان شوي دي.
افغانستان چې له څو لسیزو راهیسې د جګړو تود سنګر و، دغه ډول ناچاودنو توکو یې د هلمند، کونړ او فراه په ګډون د یو شمیر نورو ولایتونو ولسي خلک قرباني کړي دي.
د دغو ناچاودو توکو او ماین پاکۍ مسوولین وایي، په هڅه کې دي چې د هېواد له کلیو، بانډو، دښتو او غرونو دغه ډول توکي راټول او خنثی کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس