معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د غوړيو د تولید درې فابریکي جوړیږي

کندهار کې د غوړيو د تولید درې فابریکي جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ځایي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې په عصري ټکنالوژۍ سمبال د غوړيو د تولید درې فابریکي جوړیږي.

د مسوولینو په وینا په دې فابریکو کې به په نړیوال معیار برابر باکېفیته غوړي تولیديږي.

اوس مهال کندهار کې هر کال ۵۰ زره ټنه د پنبه دانې کورني غوړي د پنبې د پروسېس له فابریکو ترلاسه کیږي، چې د کندهار د صنعت او معدن خونې په وینا د کېفیت له اړخه ډېر ښه نه دي.

د یادې خونې مسوولین وايي، په کندهار کې دامهال د غوړو د تولید د دریو فابریکو د جوړېدو چارې روانې دي، چې غوړي به پر نړیوال معیار برابر د عصري ټیکنالوژي پر مټ تولید او کېفیت به یې سل سلنه ښه وي.

په دې وروستیو کې د کندهار اوسېدونکو د پنبه دانې کورنیو غوړیو ته مخه کړې او تقاضا یې هم زیاته شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس