معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د نساجي نخي ټوکر جوړونې فابریکې خپل فعالیت پيل کړ

کندهار کې د نساجي نخي ټوکر جوړونې فابریکې خپل فعالیت پيل کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت ځایي مسوولینو ویلي، چې دغلته د نساجي نخي په نوم د ټوکر جوړونې کارخونې له اوږده ځنډ وروسته په ازمايښتي ډول خپل فعالیت پيل کړ.

د کندهار د نساجۍ نخي کارخونه چې د سردار محمد داوود خان له واکمنۍ راهیسې یې ماشینونه له فعالیت لوېدلي وو، خو اوس یې تازه بېرته فعالیت پيل کړی دی.

مسوولین وايي، د تېرو شپږو میاشتو راهیسې يې د ترمیم چارې پيل کړې وې، چې تازه یې په ازمایښتي ډول د ټوکر تولید پيل کړ.

د دغه کارخونې رییس وايي، د یادې کارخونې له ۳۲۰۰ ماشینونو له جملې ۶۰۰ ماشینونه رغول شوي او په فعالیت یې پيل کړی دی.

نوموړی وايي، د ټوکر د تولید یادې کارخونې مخکې د پخواني عصر ټوکر تولیدول، چې اوس به د دوی په هڅو د نویو ټیکنالوژي پر مټ د اوسني عصر مروج ټوکر تولید کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس