معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د څلورو تاریخي آبدو د ترمیم چارې پيل شوې

کندهار کې د څلورو تاریخي آبدو د ترمیم چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کندهار کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو تاریخي آبدو د ترمیم چارې پيل شوې.
د ميرويس خان نيکه او د لوی امپراتور عليحضرت احمدشا بابا د زيارتونو د ګنبدو ترڅنګ د احمد شاه بابا د کور او په سپين بولدک ولسوالۍ کې د احمدشاهي حوض د رغونې چارې پیل شوې.
د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر وايي، پر دغه څلورو ابدو شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ۲۲ میلیونه د وزارت او پاتې نورې د موسسو له لوري ورکول کیږي.
نوموړی وايي، د کندهار ترڅنګ په غزني، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې هم د تاریخي ابداتو د ترمیم چارې روانې دي.
د دوی په خبره، له دې کار سره به هېواد ته د بهرنیو سېلانیانو راتګ لا زیات شي، چې ګټه یې بېرته افغانستان ته رسیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس